دپرويز کامبخش داعدام محکوميت نه يوازي دقانونيت سپکاوی دی ، بلکه دبشر يت پرتندی باندی يو دبې ننګۍ تور داغ هم بلل کيږي
کانديداکادميسن م : ظاهر افق کانديداکادميسن م : ظاهر افق

دمزار شريف ښاغلی غلام   دستګير پرويز کامبخش چی دژورناليزم دپوهنځی يي لا پوره درې پسرليه نه دي تيرشوي دادی په دسيسه آميزه اونا ځوانۍ فضا کی بيله کوم ښکاره ، مستند ، اسلامی اوعلمی دليله داعدام لکړی ته ودرول شو . که څه هم دغه ډول غير ملی او غير مذهبی جرأت او تجاوز می په دې اخر وپنځوسو کلونوکی هيڅ نه په ياديږ ی ،خوپه هيڅ صورت دتعجب خبره هم نه راته بر يښی . داهم ځکه چی خصوصا دڅلويښتو تجاوزګرو هيوادونوواشنګتن ــــ لندن په لاښودنه ، پر هيواد تيريو اوتجاوزونو دټولنی ټول بعدونه اوجهتونه ديوه داسی وحشت په خوا ورکشوی ، دداسی مرګونو اوویرانيو په جهت کی ورپوریوهی چی دکامبخش پیښه ښايي په جدی توګه به فکر کی لا هم ورونه ګرزی .

دکامبخش په ګناهنوکی یو هم دانترنیت څخه دیوې لیکنی خپرول اوبل يي اغلبأ په خپلی په هسکیرلی                کوټې کی د( ویل دورانت ) دادغربی جهان ستر فیلسوف دیوه کتاب پیداکیدل دې . نو ځکه يي په ډیر تلوار اوناوړتوب سره بندی اواعدام ته ودراوه . اوس نو اول داچی نو مو ړې بیګانه لیکنه داسلام پر ضد بلله شوې ده ، ولی په وضاحت نه تشریح کیږی اوولی دکامبخش آواز او منطق دباندی په  میدیاکی  نه راوزی ؟ دلته ، اصلی خبره په دې ځای کی ده چی دغه ډول تور ، غیر اسلامی اووحشی قضاوت به داسی وخت کی دکابل اودباندی فضامصروفه ساتلی ده چی دنړۍ ددموکراسی  ( ؛) اوآزادۍ (؛) غاوران اوټیکه داران په ډیرو بدویت سره دډموکراسۍ اوآزادۍ دترویج په خاطر انسان اوافغان مرګو په  داسی شدت سره پیل کړی ده چی هو شیارخوکمزوره بشریت هم په بشپړ وحشت ورته ګوری .

دمزار شریف قضايي مقامات بیله صراحته دکامبخش دانترنیت څخه اخستل شوې لیکنه اسلامی مقدساتوته توهین تلقی کړی دی . دغه ښاغلی چی داسلام دمقدسو احکامو څخه سؤ استفاده کوی اوپه هره لحضه کی يي داعدام لکړه په بغل کی نیولې ده ، نوولی د( سلمان رشدی ) پر تحریک آمیزکتاب ( شیطانی آیاتونه ) څه نه وايي او یا هم لږ ترلږه دایران دآزادۍ ساتنکو اودلاورو مولانا ګانو هغه فیصله نه تائیدوی چی دنوموړی رشدی دمرګ جزايي غوښتی ده ؟ تر دې خبری چی هم راتیرشو دنوموړوقاضیانو اوپلویانو که په رښتیا داسلام دفاع اوساتنه مقصد وی ، نو ولی دناټو دجنایتونواومرګونو په مقابل کی خاموشه ناست دی په بګرام کی دهغوی دفسادونواوغیرانسانی عملونوپرضد چی په بشپړ ه توګه داسلامی احکامو مخالف دی اوافغانی ټولنه دکفر اوفساد په خوا رهنمايي کوی ولی لږ ترلږه څه نه وايي او پر خولويي مهرونه وهلی دی .

په همدی توګه ، دنوموړیو ناټويي عیسوی اویهودی واکدارانو اومختلفوقوتونوهغه مخنیوی ولی نه کوي چی کلیسا ګانی جوړوی اوپه یوې بوجۍ اوړو سره پاک ،صادق خو غریب مسلمانان مجبوروی اودعیسویت  په هغو نویو حلقویی  کښیبا  سی کوم ته چه اسلام په درنه سترګه نه ګوری . دمثال په توګه ، اسلام خدای  ( ج ) ( لم یلدولم یولد ) بللی دی ، خو اوسنی عیسویان چی ډیر وختونه په خپلو مذهبی اصولو کی ګوتی وهی ، وايي چی نعوذبااله ( حضرت عیسی دخدای (ج) زوی دی ) ښاغلی قاضیانو که دبلی خوا تحریک شوی نه دی نودعیسویانو نوموړی قضاوت باید په څرګند ه توګه شدید ترین کفر وبولی ؛ دبیګانګانو باید دهیواد څخه وتل وغواړی اوخپل اسلام باید په تنګو اوتاریکو عینکو کی ونه ګوری ؛ اسلام باید په ټولو ادیانو کی واقعا افضله وبولی اوهمداسی داسلام آزادی غوښتنو اوتجاوز کارانو په مقابل کی يي دقهرمانیو انجامولو ته په احترام اودرناوی سره سر ټیټ کړی .

ترنوموړو خبرو چی راتیر شو ، په زړه پوری داده چی دښاغلی کامبخش داعدام ترحکم وروسته ډول ډول دولتی او غیر دولتی اورګانونوپر نوموړی فیصلی اوقضاوت ، که يي صلاحیت واویانه قضاوتونه اوفیصلی اعلان کړی ، چی ځینی يي دواقعیته لیری اویو لړ يي بیا دبیری اووهمه څخه ډکی دی . زه به  د نمونی په توګه دافغانستان دسنا مجلس ته چی مشر اوبانفوذه شخص يي ښاغلی مجددی ، یوه لنډه اشاره وکړم :

دکامبخش داعدام دحکم تر اعلان ډیر ژروروسته يي په سبا کی دسنا محترم مجلس فیصله وکړه اواعلان يي کړه چی دکامبخش پر ضد دمزارشریف دقاضیانو قضاوت پر ځای اومعقول دی ، دلته دسنا محترم مجلس په خپل ټول طول اوعرض دافکرونه کړ چی دنوموړی فیصلی منل اویا نه منل  ، تائید اویا تردید په دوی څه اړه لری ؟ خودوی ګواکی ددین دغاورانو په څیر چی دناټويي عیسویت په ډالرونو چلیږی په یوه کونج کی ناست اوګوری چی څنګه يو مظلوم اوناتوان شخص اویادله دهغه کفر په سوټی ووهی چی تل يي په بغل کی ورسره دی .

په هر صورت ، دسنا دتعصب اوبی خبرۍ څخه ډکه فیصله په دباندی کی دمختلفواوشدیدو عکس العملونوسره داسی مخامخ شوه ،چی رهبرۍ يي خپل ځان واقعا په ناپوهۍ اوتبلیغاتی هجوم کی ولید . ددې له پاره چی بایدخپله  غلطی يي په صداقت سره راګرزولی وی نويي په دی بله ورځ اعلان کړه چی دوی ( سنا )په خپله  فیصله کی تخنیکی غلطی کړی ده . ( پر خره سپریده یو وار شرم ، تاکیده يي بیا شرم )دسنا ټول تیوریسسان  (  ؛ )بیا هم په دې پوه شول چی ددوی غلطي په هیڅ صورت تخنیکی غلطي نه ده . دایوه دتعصبه اودښمنۍ څخه ډکه داسی غلطی ده چی اساسأ دسنا انو تر اوسه خپله وظیفه نه ده پيږندلی اوهمداسی دوی باید پوه شی چی سناغلطی  بشپړه قضايي اوعلمی غلطی ده ، نه تخنیکی غلطی  . دنوموړی تعصب له مخی وینو چی ښاغلی مجددی لا تر اوسه پر خپلو هغو دسنګر پر ملګرو داتور اوتهمت هم وائي چی ګواکی دکمونستانو سره خبری اوملګری کوي  . یاللعجب  کوم کمونستان ؟ هغه چی دی ئي دکمونستانو په نامه یادوی ، ښايي چی ډیريي دده په شمول په معنا لا هم ونه پوهیږی . په هغه وخت کی چی نوموړی مقوله امپریالستی قواو زموږدمنو  ر ینو اوامپریالستی ضدجنبشونوپه مقابل کی استعمالوله ، هدف يي داوچی افغانی پلرونه دخپلوساده خوصادقواولادونوپه مقابل کی استعمال کړی ، چی همدغه ډول يي وکړه . اوس همهغو امپریالستانودرکارټ بل مخ پرایښی اوصادق مسلمانان دطالب اوتروریست په نامه تبلیغ او وژنی . اوس بیا غواړی چی دمکتبونوصادقه اوبي ګناه هلکان دخپلو پلرونو اونیکونوپه مقابل کی استعمال اوجنګیږی اوپه همدغه شومه پلمه ، زموږ دخاوری طبیعی ثروتونه لکه دهلمندد یورانیوموانتقال اود  هیواد ستراتیژیکی   څوکی دخپلو تاریخی دښمنانو په مقابل کی دسنګر ونوپه څیر اشغال او په کار واچوی .

دنوموړو قضيو په شان په هیواد کی ډیر واداری فسادونو، اقتصادی ناوړو توبونواوسیاسی بحرانونو ټولنه داسی تسخیرکړی ده چی زموږ په تیر ولسی تاریخ کی يي ساری نه ليدل کیږی . بیله شکه ، څوچی ناټويي تجاوزګر قوتونه دمرګونو، ویرانیو اوچپاولو نوڅخه لاس وانه خلی په دې دبازانو ځاله کی ارامی ( خیالست ومهالست وجنون )

دښاغلی کامبخش پر کورکورانه ، جاهالانه اوغیر اسلامی فیصلې باندی ، نه یوازی دسنا مجلس دتعصبه ډک قضاوت وکړ بلکه ځینو جهانیانوهم شخوند پر وواهه ،. البته یولړ افغانی ژورنالستانو هم تبصرې پر وکړی اونوموړی غیر اسلامی فیصله يي نارواوبلله . کوريي ودان خونوموړی قضیه په هیڅ صورت یوازی په ژورنالیزم اولیکوالی اړه نه لری  اونه باید یوازی ژورنالستان اواتحاديي يي خپل ږغ پورته کړی ځکه ښايي سبا نوموړی قاضیان اویانور دقدرت خاوندان یو بزګر اویا هم یو بیچاره کارګر ، دوکاندار یا یو عادی ماموردیو لړ دښمنیو اوخلکو دبیرولو په خاطر دنوموړوغیر اسلامی اوغیر منطقی اعدامونواوحکمونوسره مخامخ کړی څوک بیا څه ورته ویلای شی ؟ معنا داچی دنوموړوغیر انسانی اوغیر اسلامی فېصلوپه مقابل کی دټولووطنپالوروښانه شخسیتونووظیفه ده چی خپل اسلامی ، ملی اوقانونی ږغ په هره وسیله چی وی ، باید په زغرده پورته کړی .

افغانان دی په دې پوه وی چی امپریالیستی قوتونواوملت دښمنانو دخپلو دنارواګټو دتامین په خاطر ډیری دسیسی اوتوطیی په کار اچولی ، چی یوه يي هم دکفر ټاپه ده .

دغه ټاپه که تاسو خپل تیر لنډ تاریخ ته مخ ورواړوی ، په اسانۍ سره يي لیدلای شئ چی داستعماری اومحلي مستبد وقوتونوهرهغه څوک چی مخالف يي بللی دی هغه يي په کفر بد نام کړی دی ، خوکله چی يي بیا څوک نوکروی هغه ته بیا پنا ورکوی . لکه ښاغلی عبدالر حمن چی څوموده مخکی يي دعیسویت کړۍ يي غاړی ته واچوله ، ترټاکلی پروګرام لاندی يي ایټالیا ته په ډیر ی آرامی سره ځان ورساوه ، خووروسته يي ډول ډول آوازی خپری شوې ،چی په هرصورت نوموړی عمل داسلام پر ضد یو عمل دی .

دلوړ تحلیل له مخی وایم چی دښاغلی پرویز کامبخش داعدام حکم ځکه غیر قانونی دی چی داسلام پر ضد يي معلومه نه ده څه ویلی اویايي دایرانی سایټه څخه څه راایستلی اوهمداسی يي دکوم مقدس حکم پر اساس قاضیانو څنګه اوولی داعدام فیصله پر راایستلی ده .

همداسی محکمی دچا په حضور او دمجرم په څه استدلال اومنطق خپله فیصله کړی ده . تکرارأ باید وپوهیږو چی اسلام پراخ نظر ه اومنضبطه دین دی اوترټولوادیانومتکامل او دهر قاضی به غرض الوده فیصلوسره مسلمانان نه شی تعجیز کولای .

په همدی توګه ، نوموړی فیصله ځکه دبشریت پر تندی تور داغ بولم چی نن ورځ انسانان آسمانو ته ختلی اونوی نوی اکتشافات اواختراعات  کوی ، چی داسلام مقدس حکمونه اوژوره فلسفه يي همیشه استقبال   اوحمایه کوی . دمزارشریف بیچاره اوبی خبره قاضی اوس هم هغه پخوانی امپریالستی دپټاټو ټاپه دلاسه نه ده غورزولی  اوځوانان حتی د( و یلدورانت ) دفلسفی مطالعو څخه راګرزوی نوموړی قاضی اویا قاضیان داسلام ستر فیلسوفان لکه شیخ ابن سینا ، البیرونی ، فارانی اوداسی نور په لسګونوپوهان نه پیږنی چی دلرغونی یونان ډول ډول فلسفي متنونه ، کتابونه اواثار يي داسی ترجمه کړی دی چی وروسته داروپا درنسان  په دوران کی نوموړی اثار په انګلیسی ، فرانسوی ، المانی ، ايټالوی ، هسپانوی  اوداسی نورو اروپاي ژبوداسی ترجمه سوی چی ( ویل دورانت ) غوندی فیلسوفانو هم په خپل نوبت خپله علمی اوفلسفی برخه  په مستقیم اوغیر مستفیم  ډول ځینی وړی ده .

ګران هیواد وال اومنورین باید په دی پوه وی چی امپریالستی قدرتونو خپل ننی دښمن اسلام بللی اودتروریزم ترنامه لاندی پر ضد مبارزه کوی . نوپوره هوښیاری په کار ده چی داسلام پر ضد مبارزه داستعماری قدرتونو پر ژرنده اوبه وراړول دی ، همداسی پکارده چی ځوانان حتی په بی پروايي کی دامپریالستی واکدارانواودهغوی دنوکرانو ښکار نه سی . په دی موضوع کی دوی همیشه چپه اوراسته دسیسی استعمالوی او استعمال کړی يي دی .

په پای کی باید ووایم چی دمزارشریف قاضی چی دښاغلی کامبخش پر ضد يي دناپوهی اودښمنی ډکه فیصله کړي باید دولت جدی پوښتني ځینی وکړی ، اوکامبخش نه یوازای دزندانه راخلاص کړی بلکه دنوموړو بی ځایه تورونو اوتکلیفونوباید عوض ورکړه سی ، او همداسی باید دولت دهمدغه ډول تورونومخه ونیسی .

که چیری کوم وخت احیانن دکوم ځوانه څخه خطا پیښیږی باید مشرانی يي که محلی وی اویادولتی ، لاره وروښیي اودنوروغلطیو څخه راوګرزوی ، نه داچی دکفر په ټاپه اعدام ته ودراوی .

                    ۱۳/۲/۲۰۰۸             

 

 

 

 


February 24th, 2008


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات